کور
سل غوره میرمنی PDF چاپ ايميل
Sunday, 12 May 2013
100_women_lemar_banner.jpgسل غوره ښځی راډیویی خپرونه ده چی د افغانستان په ګوټ ګوټ کی د میرمنو د شتون او ونډی د ارزښت د ښکاره کولو لپاره هڅه کوی.خپرونی کولای شی چی د 2013 کال د جون د 1 سره سمون لری له دوه راډیو ګانو "آرمان" او "ارکوزیا" څخه وڅاری.

د میرمنو د استعدادونو او وړتیاوو د پرمختګ په لاره کی د ستونزو او خنډونو له شتون سره،هره ورځ په ټولنه کی د هغوی د فعال شتون شاهد یو.په خصوصی څانګو،مدنی ټولنه او سیاست کی د ښځو فعالیت د کاری بریالیتوبونو د پرمختګ،د میرمنو د حقوقو ورکونه او د هیواد په دندو کی د لازیاد برخه اخیستنی د فعالیتونو د لوړوالی لامل شوی دی.د دی تکړه میرمنو د بریالیتوب کیسی،او په همدی اړه خبری اتری د ارمان او اراکوزیا راډیو څخه مه هیروی.

 
د خلکو غږ PDF چاپ ايميل
Thursday, 09 May 2013
peoples_voice_lemar_banner.jpg"د خلکو غږ"19 برخییزه خپرونه ده د خلکو د خبرو اترو سره د ټولټاکنو په اړه چی په هیواد کی ترسره کیږی.خپرونه د 1392 کال د حمل د 26 څخه په دوه راډیو ګانو ارمان او اراکوزیا او په دوه ټلویزیونونو طلوع او لمر کی خپریږی.

طلوع نیوز بیلابیلو ولایتونو ته سفر کوی تر څو د 2014 کال د ټولټاکنو په اړه د خلکو د غږ او نظریاتو اوریدو ته نه یوازی د هیوادوالو له لاری بلکه راتلونکی ولسمشر ته هم وړتیا وبښی. " د خلکو غږ" د خلکو د بحثونو او خبرو اترو سره ده چی د افغانستان په پرمختګ کی د ټولټاکنو د لید وړ د ارزښت په اړه د ټولییزی خبرتیا لپاره فعالیت کوی.

   دا خپرونه د مدنی ګډی ټولنی په مرسته د راتلونکو ټولټاکنو د ازادی څخه د عمومی ذهنونو د ډاډ د لوړوالی،د روڼتوب او شتون لپاره هڅه کوی.طلوع نیوز د دی خپرونی له لاری خلکو ته د خبرو اترو لپاره لارښوونه کوی او همدارنګه د ټولټاکنو د اړونده موضوعاتو د لازیاتو خبرتیاوو د راټولولو لپاره هڅوی چی د یو موټی کیدو لامل به نه یوازی په یو ولایت کی بلکه د افغانستان په ګوټ ګوټ شی.

 

 

 
سیمسم سټریټ به د لومړي ځل لپاره په طلوع او لمر تلویزیونو کی PDF چاپ ايميل
Saturday, 03 December 2011
mr.-massod-sanjer-ernie-m.jpg
 سیمسم سټریټ به د لومړي ځل لپاره په طلوع او لمر تلویزیونو کی نندارې ته وړاندې شي
د باغچۀ سم سم  ځايي کوپروډکشن ، به په ژوندۍ بڼه د نړۍ دنامتو ستورو ایلمو، ګروور، او د سیمسم  د ملګرو لخوا په ګډه په ژوندۍ بڼه په فلمونو او فلمي نندارو کې را څرګند شي.
 
نیویارک، او د افغانستان پلازمني کابل، ، د نومبر ۳۰، ۲۰۱۱- (  سیمسم ورکشاپ، چه د سیمسم سټریټ تر شا یوه له ګټې پرته ياغيرانتفاعي ښوونيزه موسسه ده ، د طلوع اولمر تلویزیونو په ګډه د باغچه سیمسم په نامه د ماشومانو لپاره یو نوی تلویزیوني سریال تولید کړیدی. نوموړي ځايي فلمونه او فلمي ټوټې چی په ژوندۍ بڼه چمتو شوې ترڅو وکړاي شي له افغان ماشومانو سره د ښوونې په برخه کې مرسته وکړي. پداسی حال کې چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عُمره ماشومانو شمیر پنځه میلیونو ته رسیږي، خو له دې شمیر څخه یوازی لږ سلنه په وړکتونو کی روزل کیږي. پدې موخه د برابر شوي پروګرام له مخې به باغچه سیمسم سیریال چې د افغانستان د پوهنې وزارت په مشوره تولید شوی ۲۶ نیم-ساعته په پښتو او دري ژبو خپور شي او پوره برخې به یې د ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر له لومړۍ نيټې څخه د طلوع تلویزیون له لارې د ماسپيښین په څلورو بجو له پنجشنبې څخه تر یکشنبې پورې او د لمر تلویزیون له لارې د ماسپښين له پنځو بجو څخه هره پنجشنبې او جمعه او هره شنبې او یکشنبې د ماسپښین په ۳:۳۰ دقيقو خپورې شي.
ادامه مطلب...
 
سندريز امېل PDF چاپ ايميل
Tuesday, 11 January 2011

دغه په زړه پورې خپرونه د شنبې څخه تر پنجشنبې په ژوندۍ بڼه له لمر تلوېزيون څخه خپرېږي۰ پدې خپرونه کې ستاسې په خوښه پښتو او دري سندرې خپرېږي ۰ تاسې کولای شﺉ baheer_lalporwal_01.jpgچه د خپرونې په اوږدو کې اړيکه ټينګه کړﺉ اوخپل د خوښې سندرې وګورﺉ .

سندريز امېل شنبې څخه تر پنجشبې ماښام 6:00 له لمر څخه

ادامه مطلب...
 
لمر څرک PDF چاپ ايميل
Monday, 13 December 2010

11.jpgلمر څرک د لمر پیاوړی تلویزیونی شبکی سهارنی خپرونه ده چی د سهار له اووه بجو د سهار تر نهو بجو د لمر تلویزیون د لیدو د کورونو میلمه اوسی ،  دا خپرونه د سهار په مهال د هیواد د ټولو هغو لیدونکو چی دلمر څرک لیدونکی دی د خپلو موضوع ګانو په مرسته یی ذهنونه د هیواد پالنی او د خپلی پلارنی تاتوبی افغانستان په پیژندنه او لدی هیواد سره د مینی او علاقی او د یوه مکمله افغانیت درس او لارښونی وړاندی کوی .


ادامه مطلب...
 
<< شروع < قبل 1 2 بعد > پايان >>

صفحه 1 - 7 از 8

Polls

What is the main reason you watch Lemar?