چارشنبې, وری ۹, ۱۴۰۲
 

قسم

۷/۶/۱۳۹۷

دا د دوو کوچنیو ملګرو ( رشي او تنشري) کیسه ده چې دواړه جلا جلا راولویږي خو ټاکل شوې ده چې دوی د ستورو په څیر تر اخره د یو او بل مینه وال او یو ځای پاتې شي.

١٧ کاله وروسته رشي د تنشري سره واده کوي خو هغه په ډزو ویشتل کیږي او وژل کيږي، هغه بیا د تنوجا په څیر راژوندۍ کيږي، ریشي او تنوجا د موټر د ټکر په پیښه کې مړه کیږي او د رنبیر او کرټیکا په توګه د خپلو وعدو د ترسره کولو لپاره بیا راژوندي کیږي.
په زړه پورې خبره دا چې دا کیسه د تنشري خورانا د بغاوتونو تر څنګ د تنیو خورانا او ریشي سنګ په نامه یادیږي چې دواړه د کوچنیتوب ملګري هم دي.

په یاد ولرئ چې د دې سریال لمړنۍ برخه د اګسټ په ٦ له لمر تلویزیون څخه د ماښام په ٦:٣٠ بجو ضرور وګورئ .